کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برښنا شرکت وايي په هرو درو افغانانو کې یو برښنا لري

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 جدی 1390 ساعت 18:21

دافغانستان برښنا د دولتي شرکت اجرايي رييس عبدالرزاق صمدي وویل، په پلازمېنه کابل کې د برېښنا وضعیت تر نورو سیمو خورا ښه دی ځکه چې شاوخوا اویا فیصده کابل ښاریان د برق اسانتیا لري.


تاند - د افغانستان برښنا شرکت» وايي په تېرو څو کلونو کې د سلګونو ملیون ډالرو له لګولو سره سره په هرو درو افغانانو کې یوازې یو د برېښنا اسانتیا لري.



د افغانستان برښنا د دولتي شرکت اجرايي رييس عبدالرزاق صمدي وویل، په پلازمېنه کابل کې د برېښنا وضعیت تر نورو سیمو خورا ښه دی ځکه چې شاوخوا اویا فیصده کابل ښاریان د برق اسانتیا لري.



ښاغلي صمدي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې اوس د کابل کورونه څلرویشت ساعته پرېښنا لري خو دا په داسي حال کې ده چې د ناسم مدیریت او بې نظمۍ له کبله د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د ورځې څو څو واري برېښنا پرچاو کېږي.



راپورونه وايي چې افغانستان تر هغه څه چې مصرفوي زیاته برېښنا واردوي خو د بې نظمۍ له کبله ډېره برېښنا ضایع کېږي.



برېښنا د افغانستان د اقتصادي او کلتوري ودې لپاره خورا ضروري بلل کېږي خو د افغانستان دولت او مرستندویو هیوادونو په تېرو لسو کلونو کې په دې برخه کې هیڅ اساسي ګام نه دی اخیستی.



له ازبکستان څخه د سیمونو په راکشولو شاوخوا یونیم ملیارد ډالره لګول شوي دي.



د انرژۍ وزارت اوس پر خپلو تېروتنو اعتراف کوي او وايي چې ژر به په هیواد کې د بندونو پر جوړولو کار پیل کړي.



دا په داسي حال کې ده چې د انرژۍ وزارت له ایران سره د جوړجاړي پر اساس د سلما له تقریباً بشپړ شوی بند څخه کار نه اخلي.



د افغانستان برښنا شرکت رييس وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په کابل کې د برېښنا اړتیا درې برابره زیاته شوې او هر کال نوره هم زیاتېږي.



صمدي اټکل وکړ چې افغانستان به تر ۲۰۲۰ پوري درې زره میګابایټه برېښنا ته اړتیا ولري. خو اوس په افغانستان کې شپږ سوه میګاواټه برېښنا موجوده ده.



ښاغلي صمدي تر ۲۰۲۰ پوري برېښنا ته د افغانستان اړتیا ډېره کمه وښوده ځکه چې حاضردمه په بریتانیا کې د دې اندازې، چې ده یې یادونه وکړه، د مصرفېدونکې برېښنا پنځه فیصده کېږي.د افغانستان نفوس، چې په چټکه مخ پر زیاتېدو دی، اوس لا د بریتانیا د نفوس نیمايي ته رسېدلی دی.


د مطلب کود: 34854

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/34854/برښنا-شرکت-وايي-په-هرو-درو-افغانانو-کې-یو-لري

آوا
  https://www.avapress.com