دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 39344
د روغتیا نړیواله ورځ په عامې روغتیا وزارت کې ولمانځل شوه
د نړیوال روغتیايي سازمان د څیړنو له مخې د ۲۰۰۰ کال او ۲۰۵۰ ترمنځ کې د وکړو تناسبت د عمر له مخې، لوی توپیر لري، څرنګه چې د ۶۰ کالو عمرلرونکي وکړو او د هغوی نه باندې عمرلرونکو سلنه له ۱۱ نه تر ۲۲ پورې زیاتوالۍ مومي.
 دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزارت نن د روغتیا نړیواله ورځ یي په کابل کې ولمانځله.

هغه غونډه چې له دې امله د عامې روغتیا وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، په هغې
کې دعامې ورغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل، په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي
سازمان استازي ډاکټر احمد شاډول، د افغانستان حکومت ځیني چارواکو، د افغانستان روغتیايي شرکاو استازو او یوشمیر نورو طبی چارو کارپوهانو ګډون در لود.

سږ کال د روغتیا نړیوالې ورځې دغه شعار چې « ښه روغتیا د ژوند کلونه زیاتوي»
نړیوال روغتیايي سازمان لخوا غوره شوې ده چې اساسي موخه یې د ژوند په څرنګوالي
د بدلونو او د ژوند په دوران کې د روغتیا او سلامتیا وده ګنړشوې ده څو د ژوندانه سلامتیا او د عمر اوږدیدو لامل شي.


د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل د دې ورځې په مناسبت د وینا په ترڅ کې وویل: « دامهال د وکړو پیژندې ادارې ارقام ګواښوونکي دي او که چیرې ټولنې او حکومتونه، د دې ارقامو پورې اوړند حقایق په نظر کې و نه نیسي، بیله شکه چې په راتلونکي کې د نه مخنیکونکي حالاتو او یا زیاتو ستونزو سره مخ شي.


د عامې روغتیا وزیرې وویل: « د ۲۰۱۰ کال د ټول پوښتنې له مخې زمونږ په هیواد کې د ۶۵ کالو او له هغوی نه باندې عمر لرونکي وکړي یوازې ۳ سلنه ده چې په طبعي توګه زمونږ د دریو لسیزو د وضعیت څرګندویي کوي او حال داچې د نړي وضعیت
پو ټولیزه توګه بل شانته دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې زیاته کړه چې د ۲۰۱۰ کال د سروې له مخې،زمونږ موندنې دا ښيي چې په افغانستان کې د ژوندانه هیلمندتیا د ښځینه ؤ لپاره ۶۱ او د نارینه ؤ لپاره ۶۲ ته لوړه شوې او دا په داسې حال کې ده چې پخوا د ژوندانه توقع د ښځو لپاره ۴۵ او نارینه ؤ لپاره  ۴۷ ښودل شوې وه.
ډاکټرې دلیل وویل چې د نړیوال روغتیايي سازمان د څیړنو له مخې د ۲۰۰۰ کال او
۲۰۵۰ ترمنځ کې د وکړو تناسبت د عمر له مخې، لوی توپیر لري، څرنګه چې د ۶۰ کالو
عمرلرونکي وکړو او د هغوی نه باندې عمرلرونکو سلنه له ۱۱ نه تر ۲۲ پورې زیاتوالۍ مومي.
دعامې روغتیا وزیرې په ډاګه کړه چې اوږد عمر، د روغتیايي ننګونې له ځانه سره
لري، د معلومیتونه او د روغتیايي ناخوالې د زړو خلکو سره زیاتره تړاو لري، د
بیلګې په توګه، ۶۵ سلنه هغه کسان چې د ۵۰ کالو زیات عمر لري، په خپلو سترګو
ستوند نه لیدو ستونزې لري.


ډاکټرې دلیل، زاړه وکړي یې د کورنۍ او ټولنې با ارزښته منبع وبلله او هغوی ته
یې د مناسبې روغتیايي د زمینې د برابره ولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې
بوډاګانو ته باید په درنه سترګه وکتل شي او هغوی په ټولنه کې په فعاله توګه
شامل شی او د هغوی سره د ښه چلند په خاطر باید کافي تبلیغ په مسجدونو، ښوونځيو
او مطبوعاتي کي وشي.


د عامې روغتیا وزیرې د خپلو په خبرو کې څرګنده کړه چې باید د زړو وکړو لپاره د
کار او د هغوی له مهارتونو او تجربو څخه د استفادې زمینه برابره شي او دحکومتي
او غیر حکومتي بڼسټونه خپله ونډه د هغو وکړو په څارنه کې چې ژوند یې د ناخوالو
او معلولیتونو پورې تړل شوي، ترسره کړي او د زړو کسانو لپاره د څارنې مرکزونه
جوړ کړي.


همداشان په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د نړیوال روغتیايي سازمان استازي
ډاکټر احمد شاډول د موضوع په اړوند خبرې وکړي او ویې ویل چې د افغانستان د
مړینې سروې دا ښيي چې افغانان د پخوا په پرتله اوږد ژوند لري. د ۶۰ کالو نه
زیاد عمرلرونکي وکړي نږدې ۶ سلنه د ټولنې وکړي تشکیله وي، دغه شمیره په ګړندۍ
سره مخ په زیاتیدو ده.


ډاکټر شادول وویل چې نړیوال روغتیايي سازمان د افغانانو نه غواړي چې د خپل
ځانه په ښه ډول څارنه وکړي، څو وشي کولای چې روغ او اوږد ژوند ولري. ددې له
امله مونږ د « ښه روغتیا د ژوند کلونه زیاتوي» تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی
دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayene.49noy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته