دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 41774
د امریکا  د متحده ایالاتو دشیکا ګو په ښارکې د ناټو د** **مشرانو په غونډه کې د** **افغانستان د** **اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس حامدکرزي د وینا





جلالتمآب جمهوررئیس اوباما،

د ناټو سازمان عمومي منشي،

د دولتونو او حکومتونو جلالتمآبو رئیسانو،

عالیقدرو استازو،

میرمنو او ښاغلو!

ترهرڅه لومړی غواړم د شیکا ګو په دغه ښکلي ښارکې د جلالتمآب جمهوررئیس اوباما
له تاوده هرکلي او کوربه توب څخه مننه وکړم. خوښ یم چې د ناټو سازمان په دغه
مهمه غونډه کې خبرې کوم.

هغه تګلوری چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ اوسني پړاو ته
رسیدلی دی، د امریکا د متحده ایالاتو لخوا شاوخوا له یوې لسیزې مخکې هغه مهال
پیل شو چې د سپټمبر د۱۱ له پیښو وروسته نړیوال د نړیوال تروریزم د له منځه
وړلو په موخه سره راټول شول. په دغه ګډه مبارزه کې مو هم د القاعدې
پرخلاف د مبارزې
او هم مو د افغانستان د بیارغونې په برخوکې ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي.



د افغانستان خلک د نړۍ له ټولو ملتونو څخه چې استازي یې دلته حضور لري مننه
کوي چې په تیرو لسو کلونو کې یې د خپلې وینې او پانګې په بیه له افغانستان څخه
ملاتړ وکړ ترڅو په نتیجه کې وکولای شو خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږو، د خپلو
اتباعو روغتیا او ژوند ښه کړو او د یوې محکمې ډیموکراسۍ او غوړیدلي اقتصاد
بنسټ کیږدو. ستاسو ملاتړ د دې سبب شو چې افغانستان د نړۍ د نورو ملتونو ترڅنګ
خپل غوره ځای بیا ومومي.

دغه لاس ته راوړنې د افغانستان د خلکو او د هغو زیاتو ښځو او نارینه وو له
قربانیو پرته شونې نه وې چې له بیلابیلو هېوادونو څخه د افغانستان مرستې ته
راغلي دي.

خو، په داسې حال کې چې د تیرو لسو کلونو پر لاس ته راوړنو ویاړو، باید د افغانستان
د خلکو بې شمېره قربانۍ او رنځونه هم له پامه ونه غورځوو له دې امله هغه
نیمګړتیاوې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې موجودې دي باید له منځه لاړې
شي. له ترهګرۍ سره مبارزه له بده مرغه یوازې د افغانستان په محورکې خلاصه شوې،
د افغانستان کلي او ښارونه د تاوتریخوالي له لمبو څخه رنځیدلي دي. په داسې حال
کې چې د تروریزم امن پټن ځایونه، د روزنې کمپونه او د هغه له مشرانو څخه د ملاتړ
شبکې د افغانستان له پولو څخه دباندې همداسې لاس نه خوړلې پاتې دي.



د دغې پدیدې پرخلاف له یوې لسیزې جګړې سره سره، ترهګري لا اوس هم د یو جدي
ګواښ په توګه مطرح ده، د افراطیت او افراط ګرایۍ پدیدې د پراختیا په حال کې
دي. لکه چې ټول پوهیږی په سیمه کې د دغو پدیدو ترویج نه یوازې د افغانستان او
پاکستان ثبات ته ناوړه عواقب متوجه کړي دي، بلکې د سیمې او ټولې نړۍ
امنیت یېهمله خطر سره مخامخ کړی دی.



میرمنو او ښاغلو،

په داسې حال کې چې باید له تیرو تجربو څخه یې زده کړو، په حقیقت کې د افغانستان
او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ راتلونکی دی چې د دغې مهمې غونډې د بحثونو
محور باید جوړ کړي. راتلونکې ته په پاملرنې، زه په افغانستان کې د
مسوولیتونو د لېږد
روان بهیر په ګډو هڅوکې د یوې مهمې ستراتیژیکې موضوع په توګه ګڼم. ما په پرله
پسې ډول حتی د لېږد د بهیر له اډانې څخه دوه کاله مخکې په لزبن کې په خپل
لاس د خپل برخلیک د ټاکلو او له خپل هېواد څخه د دفاع د مسوولیت اخیستلو په
اړه د افغانستان د خلکو هیله ټولو ته و رسوله.



د تیر کال د جولای په میاشت کې د مسوولیتونو د لېږد د بهیر له پیل کیدو څخه
وروسته، له یو کال څخه په لږه موده کې، نن افغان امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت
رهبري په غاړه لري او د هېواد له نیم نفوس څخه ساتنه کوي. تر راتلونکو شپږو
میاشتو پورې به د افغان امنیتي ځواکونو تر مسوولیت لاندې ساحه د افغانستان په
ټولو ۳۴ ولایتونوکې پراخه او د هېواد ۷۵ فیصده نفوس به تر خپل امنیتي چتر
لاندې راولي. په عین حال کې د افغانستان او امریکا ترمنځ وروستي تفاهم لیکونه
چې د هغو له مخې شپني عملیات او زندانونه د افغانستان د حکومت تر کنترول لاندې
راځي، د لیږد د بهیر د تحقق په لاره کې یو مثب انکشاف دی او هم د افغانستان
حاکمیت ته د احترام په خاطر یو بل مهم ګام.



زموږ د افغانانو له نظره، د۲۰۱۳ میلادي کال تر نیمایي پورې په بشپړه توګه د لېږد
د بهیر د عملي کیدلو په شمول دلېږد د بهیر د موخو او اصولو تطبیق او د۲۰۱۴
میلادي کال ترپایه پورې د ایساف د ځواکونو وتل نه یوازې د امنیتي ستراتیژۍ د تحقق
په لاره کې لوړ ګام دی، بلکې په تل پاټې سولې باندې د لاس بري او په خپل ځان
باندې د اتکا لپاره یوه سیاسي اړتیا ګنل کیږي. موږ د لېږد د په شا نه تلونکي
بهیر تحقق خپل رسالت ګڼو او دې ته ژمن یو هغه مسوولیت چې ستاسو د هېوادونو په
یونفورم ملبس نارینه او ښځې یې په افغانستان کې ترسره کوي، موږ په خپله غاړه
واخلو.



عالي جنابانو،

په افغانستان کې د لېږد نه په شا تلونکی بهیر د ناټو سازمان د ملاتړو او د نورو
همکاروهېوادونو په دوامدار ملاتړ او همکارۍ پورې اړه لري.دغه ملاتړ او همکاري
په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنه، سمبالښت او د هغوی د ظرفیتونو
لوړوالي کولای شي دکورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې له خپل ځان څخه د دفاع
په لاره کې د افغانستان په پیاوړتیا کې ډیر مهم عامل دی، په دې خصوص کې موږ د ناټو
په ماموریت کې له محاربوي رول څخه د ملاتړ کوونکي، روزنیز او مشورتي رول بدلون
ته هرکلی وایو. په ایساف او نړیواله ټولنه کې له خپلو ملاتړو څخه غواړو
چې د سړکونو
د غاړو د ماینونو ضد وسایلو، لوژستیکي، استخباراتي او هوایي پرمختللو امکاناتو
په شمول لازم امکانات د افغانستان په واک کې ورکړي.



زه د ناټو له رهبرۍ او دید او د هغو له غړو هېوادونو څخه په ځانګړي ډول د امریکا
له متحده ایالاتو مننه او قدرداني کوم چې د افغان امنیتي ځواکونو څخه یې د ملاتړ
کوونکي اوږدمهالي پلان په طرحه کې څرګند کړی دی. زما په باور د لېږد د پړاو له
پای ته رسیدو وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره په هر کال
کې4.1میلیارد ډالره اټکلي لګښت دساتنې یو رقم دی. په دې اړه غواړم د
افغانستان
د حکومت پر ژمنه چې د همدغې موخې لپاره د500 میلیونو ډالرو وړاندې کول دي او
هم غواړم په دې باندې ټینګار وکړم چې د وخت په تیریدو او د هېواد دا قتصاد په
ښه والي سره به دغه رقم زیات شي. له دې امله د 3.6میلیاردو پاتې ډالرو د تمویل
لپاره، هیله لرم چې دغه کنفرانس وکولای شي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له دغه
بهیر سره د مرستې لپاره قوي نړیواله ژمنه ترلاسه کړي. همدا راز د دغو
سرچینو د لګښت
لپاره د نویو میکانیزمونو د جوړیدو پر اهمیت باندې ټینګارکوم چې په ګټوره او
انعطاف منونکي ډول په داسې توګه چې د افغانستان بنسټونه حد اکثر مفاد له
نړیوال ملاتړ څخه ترلاسه کړي.



میرمنو او ښاغلو!

غواړم یو ځل بیا د افغانستان په اړه په تیر کال کې د بن د نړیوال کنفرانس د جوړیدو
لپاره د آلمان هېواد دکوربه توب له امله مننه او قدرداني وکړم. په دې کنفرانس
کې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۴ میلادي
کال پورې د یوې بلې لسیزې لپاره خپل ځانونه په یوه نظر د یوې اوږدمهالې همکارۍ
لپاره ژمن کړل. د بدلون لسیزه د ښې راتلونکې او په خپل ځان باندې د اتکا په
خاطر د افغانستان د هڅو لپاره یوه کیلي ده. په دې خصوص کې موږ له ناټو او له
نورو سره پایه داره همکاري د ملي امنیت د اوږدمهالو ګټو په ټینګښت او د سیمې
په ثبات او له نړیوالې سولې سره د مرستې لپاره زموږ د ځواکمنۍ په خاطر مهم
امر ګڼو. د همدغه کال په لومړیو کې، موږ د اوږد مهالو همکاریو سندونه د هند،
فرانسې، ایټالیا او بریتانیا له هېوادونو سره لاس لیک کړل. په دې وروستیوکې
مو د همکارۍ موافقه لیکونه د استرالیا او آلمان له هېوادونو سره هم لاس لیک
کړل. په همدې ډول د امریکا له متحده ایالاتو سره مو تایخي او ستراتیژیک موافقه
لیک لاس لیک کړ چې زموږ د هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا لپاره
حد اقل یوه لسیزه نوره هم مرسته کوي.



دغه همکارۍ له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د نوي فصل پیل دی. د همکارۍ دغه
سندونه د تساوي او د ګډو ګټو بر بنسټ د دوومتحدو ترمنځ د نړیوالې سولې او
امنیت د ټینګښت لپاره د اړیکو بیانونکي دي.



موږ په دغو همکاریو سره د افغانستان د خلکو د هیلو د تحقق په موخه سولې او
ثبات ته متوسل شوي یو او د دغو همکاریو په دوامدار ډول اعتبار په افغانستان کې
سولې او ثبات ته زموږ د رسیدلو او په دې لاره کې په بریالیتوب پورې اړه لري.



له امریکا او نورو هېوادونو سره زموږ همکاري زموږ د ملي ګټو پر بنسټ ترسره
کیږي د دریم هېواد پرخلاف نه دي او سیمې ته به هیڅ ګواښ متوجه نه کړي. کلک
باور لرم چې دغه همکارۍ به د سیمې د ثبات او د پراخې سوکالۍ په ګټه ترسره شي.



علاوه پردې د یو ثبات لرونکي او سوکاله افغانستان لپاره زموږ نظرونه له هغې
ثبات لرونکې سیمې سره کلک پیوند لري چې په هغې کې اقتصادي همګرایي تحقق موندلی
وي او په هغې کې ګډه سوکالي مساعده وي. په دې خصوص کې د استانبول بهیر د افغانستان
او د هغه د لرې او نیږدې ګاونډیانو د اعتماد جوړولو او د سیمې په کچه د همکاریو
د پراختیا په خاطر د صادقانه تفاهم لپاره یو بې ساری فرصت برابر کړی دی.



د استانبو د بهیر د یوې برخې په توګه افغانستان ژمن دی چې د پراخې همکارۍ او
تفاهم په محورکې د سیمې په نیږدې کولوکې خپل رول په پراخه پیمانه ولوبوي او
هیله لرو چې دا بهیر هم زموږ د سیمه ایزو او نړیوالو همکارانو له اعتماد او
ملاتړ څخه برخمن وي. په دې اړه موږ د استانبول د بهیر دتحقق لپاره د راتلونکي
ګام په توګه د روان کال د جون په میاشت کې په کابل کې د وزیرانو ترمنځ کنفرانس
ته سترګې په لاره یو.



میرمنو او ښاغلو!

په افغانستان کې د تل پاتې او پایه دارې سولې د ټینګښت په لاره کې بل مهم او
عمده عامل هماغه د سولې او روغې جوړې د بهیر بریالیتوب دی چې کلونه کیږي هغه
مو په قوت او ټینګې ژمنې سره پرمخ بیولی دی. د عمومي اجماع په ټینګښت سره په
افغانستان کې په سوله ایزه توګه د دغې جګړې د پای ته رسیدو لپاره موږ طالبانو
او نورو اورپکو ډلو ته د روغې جوړې لاس اوږد کړی دی. د هغو اصولو له مخې چې د سولې
د مذاکرو د نتیجو لپاره ټاکل شوی دي د هغو له جملې څخه له تاوتریخوالي څخه لاس
اخیستل، له نړیوال تروریزم سره د اړیکو پرې کول، د تیرو لسو کلونو د لاس ته
راوړنو ساتنه او اساسي قانون ته احترام کول دي. هڅه کووچې د سولې بهیر ټول
شمول شي او دهغو کسانو لپاره یو مناسب بدیل وي چې غواړي په ټولنه کې آبرومند
ژوندانه ته راوګرځی.



د مذاکرې میز ته د طالبانو د رهبرۍ د راوستلو لپاره د پاکستان جوړونکې همکاري
کلیدي ده. موږ په دې باور یو چې افغانستان او پاکستان د ګډو پراخو ګټو لرونکي
دي چې باید د افراطیت او افراطیونو د ماتې لپاره چې زموږ د خلکو د وژلو،
زموږ د هېوادونو
د حاکمیت کمزورتیا او د سیمې بې ثباتي یې موخه ده، ګډه مبارزه وکړو.

په څو وروستیو کلونوکې موږ له پاکستان سره د سولې د بهیر په اړه له نیږدې څخه
همکاري کوو او هیله لرم چې په را روانو اونیو او میاشتوکې په دې لاره کې د لوړو
ګامونو د پورته کولو او د ګټورو تدبیرونو شاهد و اوسو.

په داسې حال کې چې پاکستان، د سیمې هېوادونه او له هغو هاخوا د سولې له بهیر
څخه د ملاتړ او د هغې په بریالیتوب کې مهم رول لري، خو دا یوازې افغانان دي چې
د دغه بهیر اصلي خاوندان دي او هغه رهبري کوي.



میرمنو او ښاغلو!

دبدلون لسیزه پردې مبنا استواره ده چې افغانستان په خپل ځان باندې اتکا ته د
رسیدلو لپاره له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته حد اقل د یوې بلې لسیزې لپاره د نړیوالې
ټولنې پراخې انکشافي همکارۍ ته اړتیا لري په دې خصوص کې زه د جاپان له حکومت
څخه د افغانستان لپاره د مرسته کوونکو د نړیوالې غونډې د جوړیدو له امله چې په
پام کې ده د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې په توکیو کې جوړه شی، مننه
او قدر داني کوم. پر هغې پیاوړې سیاسي ژمنې باندی په ټینګار سره چې افغانستان
دعامه سوکالۍ د ټینګښت لپاره په تیر کال کې د بن په کنفرانس کې وکړه،
موږ به د توکیو
په کنفرانس کې د افغانستان ستراتیژیکه اقتصادي طرحه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال
وروسته په خپل ځان باندې اتکا ته د رسیدو پر محور به متمرکزه وي، وړاندې کړو.
د دغې طرحې عمده موخه به دا وي چې په تدریج سره له نړیوالو مرستو سره زموږ د
تړلتیا اندازه راکمه شي، پخپله د افغانستان له اقتصادی ظرفیتونو څخه کار
واخیستل شي او ټول افغانان تل پاتې مناسب پایه دار انکشاف ته لاس رسی ولري.



موږ به همدا راز د دولتي ځواکمنو او ګټورو بنسټونو د جوړولو په شمول د
ادارې د اصلاح
او ښه والي لپاره د خپل کار جامع لارښود په عمل کې پلی کړو. د کمزورو بنسټونو،
د پي آر تي په څېر د موازي جوړښتونو شتون او په تړونونو باندې تکیه کولو د خلکو
او حکومتي بنسټونو ترمنځ تشه رامنځته کړې ده. موږ به دغه ټول موازي جوړښتونه
له منځه یو سو، په عامه خدمتونوکې به ښه والی رامنځته کړو، د اداري فساد پر
وړاندې به د حکومتي ادارو په داخل اویا له هغو څخه د باندې مبارزه وکړو. په
ځانګړي ډول د جمهوررئیس په توګه زما د دندې په پاتې موده کې به خپله پاملرنه د یوې
غیر سیاسي، مسلکي، پاکې او دکاري مصونیت پر اصل باندې د ولاړې ملکي ادارې د
سیستم جوړولو ته واړوم.



په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د انتخاباتو ترسره کیدل په حقیقت کې د افغانستان د سیاسي
بلوغ لپاره یو مهم بنسټ دی، په اوږدمهال کې به د ثبات په ټینګښت او په
هېوادکې د دیموکراسۍ پر پیاوړتیا باندې مهم اغیز ولري. له دې امله دغه ټاکنې
باید له هرډول کورنیو او بهرنیو لاس وهنو او درغلیو څخه پاکې وي. موږ ژمن یو
چې په آرام ډول او د اساسي قانون د احکامو له مخې د سیاسي لیږد د تحقق لپاره
لازم تدبیرونه ونیسو او د یوې پراخ بنسټه او دیموکراتیکې ادارې لپاره د افغاني
ټولنې د ټولو قشرونو هیلې په پام کې ونیسو.



میرمنو او ښاغلو!

په دې فرصت کې غواړم له هغو ټولو هېوادونو څخه چې استازي یې دلته حضور لري او
له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې مالي ژمنې
اعلان کړې، مننه او قدرداني وکړم. د افغانستان امنیت د سیمې له امنیت سره نه
شلیدونکی پیوند لري او عواقب یې نړیوال امنیت ته هم متوجه دي.

یو ځواکمن افغانستان چې ګټورې او ځواکمنې امنیتي قواوې ولري په حقیقت کې به په
سیمه کې د امنیت مهم عامل او هم د نړیوالې ټولنې د اعتبار وړ همکار واوسي.

له دې امله د افغانستان د امنیتي ځواکونو د راتلونکي انکشاف لپاره ستاسو مرستې
په حقیقت کې د سیمې او نړیوال امنیت د دفاع لپاره پانګه اچونه ده.

مننه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay0ny.49n601xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته