دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 54704
د پوهنې وزارت په ۱۳۹۰ کال کې ۶۳ په سلو کې بودیجه لګولې
د افغانستان د پوهنې وزارت ولسي په ۱۳۹۰ کال کې د خپلې انکشافي بودیجې ۶۳ په
سلو کې مصرف کړې . د تفتیش د مرکزي ادارې لخوا ولسي جرګې ته د تیر لمریز کال د
پرمختیايي بودیجې د لګښت په ور استول شوې قطیعې کې راغلي چې د پوهنې وزارت ۴۸
په سلو کې بودجه لګولې چې وزارت دغه معلومات وروستي او کره نه بولي .

پوهنې وزارت پارلمان ته په خپل استول شوي رپوټ کې کښلي چې تیرکال ددغه وزارت
ټوله پرمختیايي بودیجه څه باندې ۱۵۳ میلیون ډالره وه چې څه باندې ۹۵ میلیون
ډالره چې د ټولې بودجې ۶۳ په سلو کې جوړوي مصرف شوې .

په ۱۳۹۰ کال کې د پوهنې وزارت لپاره ټوله بودیجه ۲۰۱ میلیون ډالره ښوول شوې
وه چې له دې جملې څه باندې ۲۴ میلیون ډالره یې د مرستندویه هیوادونو لخوا له
ژمنو سره سره تیرکال وزارت ته ورنکړل شوه او۲۳ میلیون ډالره نوره یې د روان کال
د پرمختیايي بودیجې له جملې د تیر کال په بودجیه کې شمیر ل شوې وه .

د پوهنې وزارت وايي چې د ۲۷ پروژو کار ددغو ۴۷ میلیون ډالرود نه ور رسیدو له کبله پاته شو چې په دې تړاو رپوټ یې ان تیر کال اړوندو ادارو ته استولی و و ، خو ښکاري چې د تفتیش د ادارې په رپوټ کې دغې مسلې انعکاس نه دی موندلی .

د پوهنې وزارت د ولسي جرګې استازو ته په خپل استول شوي رپوټ کې په دې تړاو
بشپړ معلومات وړاندې کړیدي .


همدارنګه ولسي جرګې ته د مالیې وزارت لخوا په استول شویو مکتوبونوکې هم ددې
وزارت بودیجه ۱۵۳ میلیون ډالره ښودل شویده .


د افغانستان د پوهنې وزارت په دې باور ده چې دتیر کال د بودیجې ټیټ لګښت بهرني
، کورني ، امنیتي او اقلیمي عوامل درلودل .


په بهرنیو او کورنیوعواملو کې یې د مرستندویانو لخوا د ژمنه شویو مرستو ،پوره او پر خپل وخت نه ور کول کیدل ، د تدارکاتو د سیستم داوږد بهیرشتون ، له یو کال څخه د زیات وخت لپاره د ځینو پروژو دتړونونو تر سره کیدل ، په تړونونو کې د یو لړ تخنیکي ستونزو شته والی ، په ځینو ولایتي ادارو کې د تخنیکي وړتیا وو کموالی او د ۱۳۹۰ کال د بودیجې په تصویب کې ځنډ او ځینې نورې ستونزې شاملې دي
نا امني او د افغانستان په ځینو سیمو کې داقلیمي شرا یطو له کبله د کار کولو د مودې کموالی د ساختماني پروژو په نه بشپړیدو کې مهم رول لري چې له کبله یې د بودیجې لګښت له ستونزو سره مخا مخ کوي .

خو له دې ټولو سره سره د پوهنې وزارت توانیدلی چې د هر کال په تیریدو سره د خپلې پرمختیايي بودیجې مصرف لوړ کړي چې یو لوی عامل یې په وزارت کې د وړتیاوو لوړیدل دي.

په ۱۳۸۹ کال کې د وزارت لپاره د نژدې ۱۶۳ میلیون ډالره پرمختیايي بودیجې له جملې ۵۴ په سلو کې لګول شوې . تر هغه مخکې کال کې د پوهنې وزارت پرمختیايي بودیجه
نژدې ۱۸۰ میلیون ډالره وه چې وزارت ترې ۴۳ په سلو کې مصرف کړه .

په۸۷ لمریز کال کې هم د پوهنې وزارت توانیدلی وو چې خپله ۴۳ په سلو کې پرمختیايي بودیجه ولګوي او په ۱۳۸۶ کال کې د ۱۲۲ میلیون ډالره انکشافي بودیجې څخه وزارت ۲۵ په سلو کې لګولې وه .
پر دې سر بیره دافغانستان د پوهنې وزارت توانیدلی چې په ۱۳۹۰ کال کې ۹۹ اعشاریه ۱۳ په سلو کې خپله عادي بودیجه مصرف کړي چې نژدې ۲۳ میلیارده افغانۍ وه .

تیر کال د پوهنې وزارت په اډانه کې نژدې ۲۳۷ زره ښوونکو او کارکونکو خدمت کاو
چې ټولو ته په خپل وخت معاشونه ور رسیدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkqnm.23nkvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته