تاند - د پاکستان صدراعظم پرون د ګمرکونو ريیس ته امر وکړ چې له افغانستان سره د پاکستان ګمرک د اوونۍ اووه ورځې پرانیستی پرېږدي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري مالونو په تګ راتګ کې اسانتیا وي.
د پاکستان د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې صدراعظم راجا پروېز اشرف دا امر په خپل دفتر کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې له پلاوي سره له کتنې وروسته ورکړ.
ده همداراز د پاکستان د ګمرکونو ریاست ته امر وکړ چې په لسو ورځو کې د افغان سوداګرو ګرځول شوي کانتینرونه خوشي کړي.
ښاغلي اشرف د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې ګمرکونو ته اضافي پرسونل ولېږي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله کې ګمرکونه هره ورځ فعال او پرانستي وي او په پوله د تجارتي مالونو تګ راتګ په اسانه ترسره شي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې پلاوي صدراعظم راجا اشرف ته وویل چې که ګمرکونه د اوونۍ په ټولو ورځو کې پرانستي او فعال وي د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري به تر دیارلس فیصدو پوري زیاته شي او ترانسپورتي لګښت به تر ډېرې اندازې لږ شي.
د پاکستان صدراعظم همداراز د خپل هیواد د کورنیو چارو وزارت ته هدایت وکړ چې هغه افغان سوداګر پاکستان ته د سفر په مهال د پولیسو له ثبت څخه استثنا وګرځوي چې د پاکستان قانوني ویزه لري.
د پاکستان صدراعظم وویل چې دواړه هیوادونه سره وروڼه ګاونډیان دي چې دیني، کلتوري او تاریخي اشتراکات لري او د دوی اړیکې خورا مهمې دي.
د پاکستان صدراعظم د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت ګډه خونه په دې وستایله چې د دوو هیوادونو سوداګر یې سره نژدې کړي او د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتېدو لپاره د ستونزو د حل کولو لپاره زیار باسي.
ښاغلي اشرف همداراز وویل چې د پاکستان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې لومړنی بهرنی سفر افغانستان ته وکړ چې دا افغانستان ته د ده د حکومت د اهمیت ورکولو یوه نښه ده.
ده زیاته کړه:«کابل د پاکستان لپاره د نړۍ تر ټولو مهمه پلازمېنه ده.»
صدراعظم سوداګري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډېره مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ تجارت به دا اړیکې لا زیاتې او پیاوړې کړي.
افغان سوداګرو شکایت وکړ چې د کراچۍ په بندر کې د دوی درې زره کانتینرونه ګرځول شوي دي.
د پاکستان صدراعظم د افغان سوداګرو د دې شکایت په ځواب کې د پاکستان د ګمرکونو عمومي ريیس ته هدایت وکړ چې له افغان سوداګرو سره په دې موضوع خبرې وکړي او په لسو ورځو کې د افغانانو کانتینرونه خوشي کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)