دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 55900
سږ کال له ۱۲ټولګیو ۲۳۳ زره تنه فارغ شول
تاند- د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د پوهنې وزارت وتوانید چې په ټول هیواد کې له له ۱۲ټولګیو څخه ۲۳۳ زره کسان او له دارالمعلمینونو څخه ۲۶ زره تنه محصلین د مسلکي ښوونکو په توګه فارغ کړي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان له تاند سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې سږ کال یو نوی ابتکار دا دی چې د ټول هیواد په کچه به (۱۷۵) تنه ممتاز زده کوونکي لوړو زده کړو ته د کانکور له ازموینې پرته د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره مومي چې د هر ولایت سهمیه پکې ۵ تنه زده کوونکي دي.

هغه زیاتوي چې په ۱۳۹۱کال کې ټولټال ۱،۴ملیونه نوي زده کوونکي د معارف نظام ته شامل ۱۰۹۱بابه نوي ښوونځي ایجاد او ۱۱نوي ښوونکي جذب شول، چې د زده کوونکو شمیر ۹،۵ ملیونو او د ښوونکو شمیر ۲۰۰،۰۰۰ تنو ته لوړ شو. د ایمان د معلوماتو له مخې، په دې ۱،۰۹۱ نویو ایجاد شویو موسساتو کې ۱۲۶ د اسلامي زده کړو، ۶۵ د تخنیکي او مسلکي زده کړو او ۷۴ د دارالمعلمینونو الحاقیې او پاتې نور یې د عمومي زده کړو مکاتب دي.

ایمان وايي چې د روان کال د لاسته راوړنو په لړ کې پوهنې وزارت وتوانید چې تر ۳۰ زره زیات شمیر ښوونکو ته د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د هستوګنې یوه یوه نمره هم توزیع کړي.

د پوهنې وزارت چارواکي د روان کال د تعلیمي لاسته راوړنو په لړ کې د نړیوالو له لوري د سترو مرستو له راجلبیدو هم خبر ورکوي او زیاتوي چې د ۲۵۰ میلیونه او ۵۵ میلیونو ډالروه دوه لوی قراردادونو لاسلیک هغه مطمین منابع دي چې د پوهنې نظام ته په راتلونکو کلونو کې تر ټولو ښې مالي امکانات برابرولی شي.

ایمان زیاته کړه د کتابونو د چاپ په برخه کې یې سږ کال تر ۴۰ میلیونه ټوکه زیات شمیر د نوي نصاب کتابونه چاپ کړي دي چې سر له راتلونکي کاله به د کتاب د کمښت ستونزه په کلي توګه په ټول هیواد په مکاتبو کې له منځه لاړه شي.

ایمان په تیر شوي تعلیمي کال کې د ستونزو یادونه هم وکړه چې تر ټولو ستر چلنج په ځینو ولایتونو کې د نجونو مسمومیت و او تقریبا په ۲۵پیښو کې ۲۳۸۳تنه زده کوونکي، د نامعلوم دښمن له لوري مسموم شول چې کوم تلفات یې نه درلودل او د امنیتي ځواکونو په مرسته دغه جنایتکاران ونیول شول چې په نیولو سره یې دا لړۍ هم ودریده.

ایمان د بندو مکاتبو د بیا پرانیستلو په رابطه تاند ته په خبرو کې وویل چې سږ کال تر ۵۰ بابه زیات تړلي ښوونځي په لوی کندهار ولایتونو کې پرانیستل شول خو زیاتوي چې لاهم ۴۸۳بابه ښوونځي تړلي دي. هغه د پوهنې د نظام په وړاندې د نورو ستونزو په اړه څه ونه ویل.

ایمان د سواد زده کړو په اړه وویل چې سږ کال تر ۷ لکه زیات هیوادوال د سواد له نعمت څخه د پوهنې وزارت په هڅو برخمن شول، خو لا هم تر ۸ میلیونو زیات شمیر هیوادوال د سواد له نعمته بې برخې دي.

هغه وايي چې اوس مهال په هیواد کې د سواد سلنه ۴۰ په سلو کې لوړه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال په ټول هیواد کې ۱۶،۰۰۰ بابه ښوونځي فعالیت کوي چې ۹،۵میلیونو زده کوونکو ته پکې زده کړې ورکول کیږي چې په دې کې ۶۶۹بابه خصوصي مکاتب دي او د پوهنې وزارت د څیړنو او نظارت په پایله کې سږ کال ۱۲بابه خصوصي مکاتب د جدي تیروتنو له کبله تړل شوي هم دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzy9n.ak9nz4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته