دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 57774
د امریکا دفاع وزارت ته نومول شوی وزیر په افغانستان کې ۲ هدفونه مهم بولي
د پینتاګون مشرۍ ته کاندید وايي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان باید خپل هدفونه تر دوو چارو پوري رالنډ کړي.

چوک هېګل د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې د خپلو دریځونو د دفاع په مهال وویل چې امریکايي پوځیان به یوازې افغان ځواکونه روزي او د القاعده پرضد به عملیات جاري ساتي.

چوک هېګل، چې ولسمشر بارک اوباما د لیون پنیتا پر ځای د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر نومولی دی، وايي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په شمول د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر اوباما د دریځونو ملاتړ کوي.

ښاغلی هېګل چې د دفاع وزارت چوکۍ یې د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا لري، پرون د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې د څو نړیوالو مسلو په اړه د خپلو دریځونو دفاع وکړه.

هېګل په دې مشهور دی چې د بېلابېلو مسلو په اړه د امریکا د حکومت له دریځونو سره متفاوت دریځ لري.

خو پرون ده په ټولو برخو کې د ولسمشر اوباما د دریځونو ملاتړ وکړ، ویې ویل:«زه د جګړې د پای ته رسولو په ګډون د افغانستان په اړه هر څه چې ولسمشر غواړي د هغه بشپړ ملاتړ کوم.»

ده په عین حال کې وویل، هرڅومره امریکايي پوځیان چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي باید له تروریزم سره د مبارزې او روزنې تر بریده محدود هدفونه ولري.

ده همداراز وویل؛ په افغانستان کې د مسوولیتونو د انتقال پروګرام مو پیل کړی، د ځواکونو ایستلو ته دوام ورکوو او دا جګړه، چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده، پای ته رسوو.

هېګل وویل:«لکه څرنګه چې پوهېږئ په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي پوځیانو د حضور د څرنګوالي په هکله خبرې روانې دي. ولسمشر واضح کړې ده او زه ورسره موافق یم چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان باید یوازې دوه کارونه ولري؛ چې یو له تروریزم سره مبارزه ده او هغه هم په ځانګړي ډول د القاعده او د دې شبکې د ملاتړو پر ضد او دوهم د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغوی ته د مشورې ورکول. 

سرچینه: تاند
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkqnm.23nqqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته