دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 165665
اړيکه لرونکی فايل
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د داعشیانو په وړاندې د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو یوه نوې ویډیو خپره کړې ده.
د ائتلافي ځواکونو په وینا، افغان ځانګړو ځواکونو د امریکایي ځواکونو په مشوره د ده بالا ولسوالی په مربوطاتو کې د داعشیانو پر مواضعو هوایي او ځمکني بردیونه ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د داعشیانو په وړاندې هوایي او ځمکني بریدونه د مې میاشتې له ۲۵ مې نیټې څخه تر ۳۱ مې نیټې پورې ترسره شوي.
که څه په یادو عملیاتو کې د داعشیانو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو ائتلافي ځواکونه وایي افغان ځانګړو ځواکونو به ده بالا کې یې هوایي او ځمکني بریدونه د داعشیانو د جنایاتو په غبرګون کې ترسره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepn8znjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته