د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د ارزګان او بامیانو له والیانو سره په یادو ولایتونو کې د پراختیایې پروژو په پلي کیدو خبرې وکړې.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ارزګان له والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید او د بامیانو له والي ښاغلي سید انور اعلا رحمتی سره په جلا جلا ډول په مالیې وزارت کې وکتل.
د ماليې وزارت په راپور کې راغلي:
«په دې کتنو کې دواړو لوریو په یادو ولایتونو کې د خلکو او حکومت لومړیتوبونو ته په کتو سره د پراختیایې پروژو په پلي کیدو او د کار په پرمختګ، بودیجوي ستونزو او د سرچینو په ځانګړی کولو، د عوایدو په راټولیدو کې د لا زیاتې روڼتیا په رامنځته کولو، خلکو ته د عام المنفعه خدمتونو په وړاندې کولو، د بامیانو ولایت لپاره د میلمستون په جوړیدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.»
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د مالیې وزارت پالیسۍ داده چې اغیزمنتیا او ګټورتوب ته په کتو سره د پراختیایې پروژو پلي کول چټک شي او مالیې وزارت به په دې برخه کې له یادو ولایتونو سره لازمه همکاري وکړي.