دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 255371
په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال وايي چې د افغانستان له خلکو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د مرستو په دوام به دا ځل د بلخاب ولايت له ٥٠٠ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشي.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - کابل: بامیان ولایت ته د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د چارواکو له سفر او د بلخاب له بې ځایه شویو سره د مرستې د چمتووالی له اعلان وروسته، سید حسن مرتضوی؛ په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال پرون چهارشنبه (سرطان ۱۵) بلخاب ته د دغه هېواد د مرستو د لېږد خبر ورکړ.
 
ښاغلي مرتضوي اعلان وکړ: د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو په دوام، دا ځل به په بلخاب کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي موادو مرسته واستول شي.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت چارواکو سه شنبه (سرطان ۱۴) بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د بلخاب له بې ځایه شویو سره د خامو موادو، خوراکي توکو او روغتیا په برابرولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
باید وویل شي، چې تېره اونۍ په بلخاب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د عسکرو او مولوي مهدي مجاهد تر منځ له جګړې وروسته د دې سیمې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې او د بامیان غرنیو سیمو او سرحدي سیمو ته یې پناه وړې ده. .
 
ویل شوي چې د بلخاب د بې ځایه شویو خلکو وضعیت خورا د اندېښنې وړ او کړکېچن دی. دغه بې ځایه شوي خلک هیڅ ډول لومړني خوراکي او روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.
 
د يادونې وړ ده چې د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو دوو اوونيو کې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې له زلزلې وروسته د دغې پېښې له زيانمنو شويو کورنيو سره په لسګونو ټنه خوراکي او روغتيايي توکو مرسته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdciywarzt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته