کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ویډیو/ د اسلامي امارت لخوا د داعش د یو غړی نیول

9 اسد 1401 ساعت 15:24

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست وايي، د داعش ډلې یو فرهنګي فعال یې نیولی دی چې «دې ډلې ته یې جعلي سندونه جوړول.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست نن یکشنبه (اسد ۹) د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ چې د الفت الله په نوم د داعش ډلې یو فرهنګي فعال زوی یې نیولی دی.
 
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس چې د داعش ډلې لپاره یې جعلي سندونه جوړ کړي، د لوګر ولایت اوسېدونکی دی.
 
د استخباراتو رياست زياته کړه، ټول هغه وسايل چې د سندونو په جوړولو او چاپولو کې ترې کار اخيستل کېده، له ياد کس څخه ترلاسه شوي دي.
 
اسلامي امارت په وار وار او ښکاره ویلي چې داعش ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي او دا ډله په هیواد کې له منځه یوسي.
 
تېره ورځ د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له څرګندونو وروسته چې ویلي وو په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې غړي په یوه کال کې درې چنده شوي، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې دا ادعا رد کړه او روښانه یې کړه: د افغانستان خلک او اسلامي امارت، داعش ته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې ځالې جوړې کړي او دغه ډله په هېواد کې له ماتې سره مخ شوې او له منځه ځي.
 


د مطلب کود: 256412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/256412/ویډیو-د-اسلامي-امارت-لخوا-داعش-یو-غړی-نیول

آوا
  https://www.avapress.com