دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 257588
خبری سرچینې د راپور له مخې، د اندونیزیا په باتم ښار کې یو شمېر افغان کډوال، چې د خپلې استوګنې د بهیر د چټکتیا په موخه یې د دغه ښار د ښاروالۍ د ودانۍ مخې ته مظاهره کړې وه، د یوې غیر مسوولې ډلې له خوا ووهل شوي.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس: په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د اندونیزیا په باتم ښار کې یو شمېر افغان کډوالو د دغه بهیر د چټکتیا په موخه د دغه ښار د ښاروالۍ د ودانۍ مخې ته مظاهره کړې وه. د دوی په وینا، د دوی د غیر مسول کسانو په واسطه  د LSM په نوم وهل شوي.
 
پناه غوښتونکي وايي چې دوی د استرالیا، ملګرو ملتونو او اندونیزیا تر منځ د درې اړخیز تړون له مخې هلته ژوند کوي او د اندونیزیا حکومت او پولیس د دوی د خوندیتوب مسوولیت لري.
 
دغو پناه غوښتونکو د باتم ښار د چارواکو او پولیسو له چلند څخه شکایت کړی او ویلي یې دي چې په تېرو لسو کلونو کې یې له اساسي بشري حقونو څخه برخمن نه دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه لسيزه کې په هېواد کې د ناامنيو او اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر هېوادوال کډوالۍ ته اړ شوي، چې يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې ډېرو افغانانو پرمختللو هېوادونو ته د تګ په خوب کې پناه اخيستې ده.
 
 په اندونیزیا کې مېشتو افغان کډوالو په دغه هېواد کې د خپل کړکېچن وضعیت او درېیم هېواد ته د هغوی د لېږد پر ضد څو ځلې لاریونونه کړي، خو تر اوسه یې په برخلیک کې کوم بدلون نه دی راغلی.
 
https://avapress.com/vdcaa0nua49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته