دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 260348
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، یو کس چې ځان یې د پاسپورټ رئیس معرفي کاوه او تر دې عنوان لاندې یې له خلکو پیسې اخیستې، نیول شوی دی.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت یو ویډیویی ټیپ خپور کړی او اعلان یې کړی چې یاد شوی کس کله ځان د پاسپورت ریاست د رئیس په توګه او کله هم د پاسپورت ریاست د مرستیال په توګه معرفي کړی او له خلکو څخه یې په دې ډول پیسې اخیستې.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، نیول شوی کس جمیل نومېږي، چې د خلکو له شکایت او د کورنیو چارو وزارت له تعقیب وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdci5uarvt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته