دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 261404
د ایران په اسلامی جمهوریت کښې په ځینو ګډوډیو کښې د افغان کډوالو په شمول د بهرنیانو د شتون په هکله له ځینو راپورونو وروسته د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ګاونډیو هیوادونو کښې له میشتو مهاجرینو وغوښتل چې په ګاونډیو هیوادونو په مظاهرو کښې ګډون ونه کړی.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد په یوه ویډیويي پیغام کې په ګاونډیو هیوادونو کې له میشتو افغان کډوالو څخه غوښتي چې د کډوالۍ په ښه حالت کې ژوند وکړي.
راشد دغه لاریونونه د ګاونډیو هېوادونو داخلي چارې وبللې او له کډوالو یې وغوښتل چې د کوربه هېوادونو له خلکو سره چې مظاهرې کوي، همکاري ونه کړي او د دوی ژوند او فرصتونه خراب نه کړي.
ده وويل چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لري.
له دې مخکې د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د ایران د اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې د ویاند له قوله خبر ورکړی و چې د دغه هیواد پولیسو په دغه هیواد کښې د وروستیو مظاهرو په لړ کښې د دوو فرانسویانو په ګډون څلویښت بهرنیان نیولي دي او دوې به ایران د قوانینو سره سم محاکمه او مجازات شي. د ځینو راپورونو له مخې د ایران په پاڅون کې یو شمېر افغانان هم نیول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccxsqi02bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته