کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کشفي ځواکونو له خوا د شیخ رحیم الله حقاني د وژنې عاملین نیول شوي دي

17 قوس 1401 ساعت 12:14

د استخباراتو عمومي ریاست د داعش د یوې پنځه کسیزې ډلې د نیولو اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د یوه وتلي عالم شیخ رحیم الله حقاني په وژنه کې یې لاس درلود.


آوا - کابل: د استخباراتو د عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې ځواکونو د یو لړ پیچلو عملیاتو په ترڅ کې د شیخ رحیم الله حقاني په وژنه کې د لاس لرلو په تور د داعش پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغو کسانو په يو شمېر نورو ورانکارو پېښو کې هم لاس درلود.
 
شیخ رحیم الله حقاني د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۲۰ مه په خپل دیني مدرسه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې مړ شو. له دغه برید وروسته داعش د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته. شیخ حقاني تر دې وړاندې هم د داعش ډلې له خوا په نښه شوی و.
 
نوموړی یو له هغو مشهورو علماوو څخه وو چې د افغانستان د اسلامي امارت ملاتړ یې کاوه، چې د نجونو لپاره یې د دیني کتابونو پر بنسټ خپلو زده کړو ته دوام ورکول روا او واجب ګڼل.
 


د مطلب کود: 262020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/262020/د-کشفي-ځواکونو-له-خوا-شیخ-رحیم-الله-حقاني-وژنې-عاملین-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com