بلخ ولایت کې اوسمهال پسرلني خټکي رسېدلي چې لوبیايي، غزني ګک، زنبورچه او امیري ډوله یې بازار ته راغلي.
کروندګر سږ کال د دغې میوې د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي او دې ورځو کې هر خټکی له اتیا تر دوو سوو افغانیو پلورل کیږي.
کروندګر، محمدداوود څرګندوي:«سږ کال د تېر پرتله د خټکیو حاصل ښه دی او بیه یې هم ښه ده، کنه نور کلونه له پاکستانه خټکي راتلل او موږ ...