د آلمان د فدرالي حکومت کابینې په افغانستان کې د آلماني سرتیرو ماموریت د يوه بل کال له پاره تمدید کړ. دغه پریکړه به پس له هغه نهایي سي چې هغه د آلمان د فدرالي پارلمان له هم تائيد سي.
د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ (د۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۱۹ مه نیټه) پریکړه وکړه چې ددغه هیواد د سرتیرو ماموریت به په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر ۳۱ می پوری ادامه ...