د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د افغانستان زیاتره صادرات او واردات د ایران د چابهار بندر له لارې کېږي، وايي چې غواړي د پاکستان له لارې صادرات او واردات کم کړي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو د پخواني وزیر جان اڅکزي څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل: زمونږ اړخ اسلام آباد دی نه بلوچستان او نه یو فرد.