افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت احتمال اعلان کړی دی.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، نن او سبا (د ثور ۱۴ او ۱۵) د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، دایکندي، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل بلخ، سمنګان، بامیان وردک چوک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، بدخشان او تخار به د باران او واورو شاهد وي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد په زياترو ولايتونو کې باران او واوره اورېدلې ده.