(
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اروپایی اتحادیې په یوه بیان کې لیکلی چې اروپایی اتحادیه او د سویس د پراختیا او همکارۍ اداره به ۲۰ میلیونه یورو مرسته وکړی ترڅو سیمه ایزې ټولنې د ګواښونو د ارزونې او د منفی اغیزو د کمولو په برخه کې ځواکمنې کړی.
په اعلاميه کې ويل شوي چې ۱۵ ميليونه يورو به د اروپايي ټولنې له خوا او ۵ ميليونه نور د سويس د پراختيايي او همکاريو د ادارې له خوا د افغانستان مرستندويه موسسې او همکارانو ته ورکړل شي.
اروپايي ټولنې دغه راز زياته کړې، چې دغه مرستې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې له زيانمنو شويو کسانو سره شوې دي.