دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 289812
د سمنګان – بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سمنګان-بلک پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس – مزار شریف: د سمنګان – بلخ پر لویه لار د چهچیل په سیمه کې د ترافیکی پېښې له امله ۵ تنه وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوی دی.
 
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه د یوه ډانا ډوله موټر له چپه کېدو وروسته رامنځته شوې ده.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې د ١٥ تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
د يادونې وړ ده، چې د موټر چلولو له اصولو نه سرغړونه او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه دي.
https://avapress.com/vdcfy1d00w6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته