دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 290405
د ایران او افغانستان د مالي او اقتصادي اړیکو پراختیا
د مالیې وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک له پلاوي سره د دغه وزارت د پالیسۍ د وزیر د کتنې خبر ورکړ او ویې ویل، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د پالیسۍ معین سلطان محمد زبیر د ایران بانک د نړیوالو اړیکو له مرستیال محسن کریمي او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.

دغه وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ایران د مرکزي بانک د نړیوالو اړیکو مرستیال یوه لوړ پوړي افغان پلاوي ته بلنه ورکړې چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

له دې مخکې د ایران د مرکزي بانک مرستیال او ورسره پلاوي د دغه هېواد د اقتصاد وزارت له سرپرست سره د سوداګرۍ د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو د ښه والي او د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د نظر تبادله کړې وه.
https://avapress.com/vdcfxxd0tw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته