کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: د طالبانو یومهم قومندان له خپلوڅلورو ملګرو سره وژل شوی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 عقرب 1393 ساعت 13:42


په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یومهم قومندان له خپلوڅلورملګرو سره وژل شوی.
د دې ولایت امنیې قومندان پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي، دغه کسان تیره شپه په هسکې مینې ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو په هوایي حمله کې وژل شوي دي.
شیرزاد وايي، وژل شوی قومندان ایمل نومیږي او هغه څوک و، چې په هسکې مينې ولسوالۍ کې يې ښونځي تړلي و او خلک يې ځورول.
وسله والو طالبانو د یادې پيښې په اړه تراوسه رسنیوته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 102300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102300/ننګرهار-د-طالبانو-یومهم-قومندان-له-خپلوڅلورو-ملګرو-سره-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com