کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لندن کنفرانس لپاره د وروستي چمتوالي په هدف نن په کابل کې یوه غونډه جوړه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 قوس 1393 ساعت 17:55


د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس لپاره د وروستي چمتوالي په هدف نن په کابل کې یوه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې مشري یې د مالیې سرپرست وزیرحضرت عمرزاخیلوال کوله هیله وشوه چې د لندن په کنفرانس کې نړېواله ټولنه د خپلو مرستو د تجدید ترڅنګ د افغانستان د خودکفا کیدو په لاره کې هرډول هڅو ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي زاخیلوال وویل افغان حکومت به د لندن په کنفرانس کې په ډاګه کړي چې د توکیو له کنفرانس نه راهیسې نړېوالې مرستې څومره اغیزمنې تمامې شوي دي.
د لندن کنفرانس د توکیو د کنفرانس په تعقیب له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستې او همکارۍ د اعلان په هدف جوړیږي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د لندن په کنفرانس کې باید د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي او هڅه وشي چې له پوره چمتوالي سره پکې برخه واخیستل شي.


د مطلب کود: 102969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102969/د-لندن-کنفرانس-لپاره-وروستي-چمتوالي-په-هدف-نن-کابل-کې-یوه-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com