کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني: د کانونو او پطرولیم وزارت باید د عادي کار په تولید نه، بلکې د ثروت په تولید بدل شي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 17 قوس 1393 ساعت 14:10


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د کانونو او پطرولیم وزارت ته ورغی او د دغه وزارت چارې یې له نیږدې څخه و ارزولې.
جمهور رئیس غني په داسې حال کې چې د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست هم ور سره ملګری و، لومړی د دغه وزارت د بهرنیو سلاکارانو چارې و ارزولې او بیایې د کانونو او پطرولیم وزارت له مشرتابه هیئت سره په کتنه کې د دغه وزارت په چارو کې د ښه والي د رامنځته کولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
جمهور رئیس غني د کانونو او پطرولیم په وزارت کې د ظرفیتونو پر لوړولو او د شفافیت په رامنځته کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې دغه وزارت باید د عادي کار په تولید نه، بلکې د ثروت په تولید بدل شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د افغانستان ښه راتلونکې د دغه وزارت په ښه کار پورې تړلې ده، له دې امله موږ باید په مهمو مسلکي پستونوکې ماهر او په کار پوه کسان په دندو وګمارو.


د مطلب کود: 103572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103572/جمهور-رئیس-غني-د-کانونو-او-پطرولیم-وزارت-باید-عادي-کار-په-تولید-نه-بلکې-ثروت-بدل-شي

آوا
  https://www.avapress.com