دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 103572
جمهور رئیس غني:  د کانونو او پطرولیم وزارت باید د عادي کار په تولید نه، بلکې د ثروت په تولید بدل شي
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د کانونو او پطرولیم وزارت ته ورغی او د دغه وزارت چارې یې له نیږدې څخه و ارزولې.
جمهور رئیس غني په داسې حال کې چې د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست هم ور سره ملګری و، لومړی د دغه وزارت د بهرنیو سلاکارانو چارې و ارزولې او بیایې د کانونو او پطرولیم وزارت له مشرتابه هیئت سره په کتنه کې د دغه وزارت په چارو کې د ښه والي د رامنځته کولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
جمهور رئیس غني د کانونو او پطرولیم په وزارت کې د ظرفیتونو پر لوړولو او د شفافیت په رامنځته کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې دغه وزارت باید د عادي کار په تولید نه، بلکې د ثروت په تولید بدل شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د افغانستان ښه راتلونکې د دغه وزارت په ښه کار پورې تړلې ده، له دې امله موږ باید په مهمو مسلکي پستونوکې ماهر او په کار پوه کسان په دندو وګمارو.
https://avapress.com/vdcd5s0fxyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته