دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 289937
د کندهار – سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ د لومړنۍ سروې کار پیل شو
د اوسپنې پټلۍ رياست د دغه رياست د تخنيکي بورډ او د کندهار ولايت د سيمه ييزو مسوولينو له خوا د کندهار – سپين بولدک د اورګاډي پټلۍ د پروژې لومړنۍ سروې اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې بورډ د کندهار- سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ د پروژې لومړنۍ سروې ترسره کړې ده.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د کندهار – سپين بولدک د اورګاډي پروژه ٩٦ کيلومتره اوږدوالى لري، چې د کندهار ښار د دغه ولايت له سپين بولدک ولسوالۍ سره نښلوي.

کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اورګاډي پټلۍ غځول به د سوداګرۍ راکړه ورکړه زیاته کړي.
https://avapress.com/vdcdsn0x5yt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته