دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 289946
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ستاینې مراسم نن دوشنبه (ثور ۱۷) په تهران کې د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د ادارې د مشر، د تهران ولایت د چارواکو، د دغه ټیم د مشر روزونکي او غړو په حضور کې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د المپیک د ملي کمیټې د پلاوي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د عمومي ادارې په تالار کې ترسره شوه.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د تهران د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د ادارې مشر احسان حیدری په دغه غونډه کښې په یوې وینا کښې د افغانستان د فوټسال د ملی ټیم غړیو ته د آسیا د ملتونو د کپ په سیالیو کښې د بریا مبارکی وویله او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په نړیوال جام کښې د ګډون لپاره د سهمیی په ترلاسه کولو سره وویل: دا د ایران او افغانستان د قدرمنو هیوادونو لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ایران په کوششونو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه. 

د هغه په ​​وينا، د ايران او افغانستان دواړو ولسونو د ورورګلوۍ او برابرۍ په سيوري کې له کلونو راهيسې د يو بل سره د اوسېدو فرهنګ منلى او اوس په ايران کې مېشت افغان کډوال دا ځل په اقتصادي او هنري برخو کې د برياليتوب تر څنګ، سپورټ د يو بل سره د نښلولو په توګه غوره کړی او د دواړو هېوادونو وياړونه يې زيات کړي دي.

حیدري ټینګار وکړ: د اسلام د دښمنانو له ټولو دسیسو سره سره چې د دواړو ملتونو تر منځ د تفرقې د رامنځ ته کولو هڅه کوي، ورزشکارانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړو په خپلو پرله پسې هلو ځلو او بریاوو سره هغوی ته ماتې ورکړه. 
https://avapress.com/vdcdon0x9yt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته