دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 289778
په پکتیا ولایت کې د ۴۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولينو د دغه ولايت په مرکز کې د «UN Habitat» په مالي مرسته د ۴۹ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړېدو د پيل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ګردېز ښاروالۍ چارواکي وايي چې د ګردېز ښار په څنډه کې د «UN-Habitat» په مالي مرسته د ۴۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. 
 
د باختر آژانس د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: ددغې شبکې په بشپړيدو سره به ٢٠٠ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى ولري.
 
په همدې حال کې پرون په کونړ ولايت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پيل شو.
https://avapress.com/vdcguy9x7ak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته