دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 290461
په بدخشان ولایت کې څه باندې ۴۰ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ارگو، کشم، تشکان، درایم، یفتل، جرم، خاش او شهربزرگ ولسوالیو کې د ۴۰ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه د پاکولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: رسنیو خبر ورکړی چې د بدخشان مرستیال والي امین الله طیب د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې رئیس ارکان سره یو ځای د دغه ولایت په برلاس شمر کلي د ارګو ولسوالی کې د کوکنارو د کښت د پاکولو له بهیر څخه لیدنه کړې ده.

ويل شوي دي چې د بدخشان ولايت مرستيال ددغې څيړنې په بهيرکې وويل: هغه ځمکې چې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوي دي د کشم، تشکان، ارگو، درایم، یفتل، جرم، خاش او شهربزرگ په ولسواليو کې د کوکنارو د کښتونو د اړولو بهیر په جدي توګه روانې دي.

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مشر مولوي محبوب الله حامد په دې اړه وویل، چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې یې په ارګو او خشکي ولسوالیو کې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړې او د پاکولو عملیات روان دي.

د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د برلاس شمر کلي اوسيدونکي عبدالشکور او شفيق الرحمن قاري زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې د امنيتي ځواکونو په برخه کې ستونزه نه لرو، دولت او ملت يو بل ته اړتيا لري.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې په بدخشان ولايت کې د کوکنارو د اړولو لړۍ چټکه شوې ده.
https://avapress.com/vdch-vniz23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته