افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کنړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د ۵،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دوی په خبره، د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې دغه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دې شبکې په بشپړېدو سره شاوخوا ۱۷۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو رسولو د يو شمېر پروژو کار پيل شوى دى.