افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قرغزستان د سوداګرۍ له مرستیال وزیر ماکیشوف چنګیز سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د دوه اړخیزو سوداګریزو انډول پر زیاتوالي او د دوه اړخیزو صادراتو او وارداتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې په روسیه کې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سیمې او نړۍ د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو له استازو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.