دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 289970
په غور کې د سېلابونو له امله څه باندې زر کورنۍ بې ځایه شوې دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په غور ولایت کې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په غور ولایت کې د سیلابونو له امله ۱۷۳۳ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوی او په خلاصو لارو کې ژوند کوی.

دغه وزارت همداراز زیاته کړې، چې د دغه سېلاب له امله د غور ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۵۶۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۳۰۳ نور کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د مرغاب غور ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د سېلاب له امله د دې ولسوالۍ سمندري اوبه له اوو ساعتونو راهیسې تړل شوې دي.

دوی زیاته کړه چې د سمندري اوبو د لارې د بندیدو له امله تر ۲۰ زیات کلي د ډوبیدو له خطر سره مخامخ دي.
https://avapress.com/vdca0onuw49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته