دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 289969
له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲۴۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۳۷۹ کډوال له ایران او ۹۱۳ نور له پاکستانه په خپله خوښه او په زوره ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې تیره ورځ (یکشنبه د ثور ۱۶مه) له ایران څخه د اسلام قلعه بندر له لارې ۱۳۷۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، يو شمېر راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او پر يو شمېر يې نغدي مرستې ووېشل شوې.

بل خوا دغه وزارت له پاکستانه د ۹۱۳ افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ثور په ١٥مه د تورخم او سپين بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شول.

دغه وزارت زیاته کړه چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۴۴ کډوال هم په دوی کې شامل دي.
https://avapress.com/vdciq3ar3t1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته