دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 289990
په فاریاب کې سخت بارانونه او سیلابونه
د فارياب د والي وياند وايي، وروستيو اورښتونو او سېلابونو د استوګنې ١٥٠ کورونه، ٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه، يو باغ او د اوبو يو بند ويجاړ کړى او ١٦٠ څاروي يې له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې وروستیو اورښتونو او سیلابونو په فاریاب ولایت کې ستر زیانونه اړولي او د دغو زیانونو لویه برخه په بلچراغ او خواجه غار ولسوالۍ کې ده. 

هغه زياته کړه: "د استوګنې ١٥٠ کورونه له ټولو وسايلو سره ويجاړ شوي، ٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه او د انګورو باغونه، د اوبو يو بند او د ١٦٠ څارويو له منځه تلل هغه زيانونه دي چې په فارياب ولايت کې د سېلابونو له امله پاتې دي."

مرادي وویل چې د فاریاب ولایت د سیمه ییز حکومت په مشرۍ د سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د چارواکو بېړنۍ غونډه جوړه شوه او له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې او همکارۍ امر صادر شو.

په همدې حال کې د فاریاب ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي: له سېلاب ځپلو سره د مرستې په برخه کې د حکومت هڅې د ستایلو وړ دي، خو کافي نه دي او باید د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د عامه او دولتي مرستو یوه لویه څپه جوړه شي. 

دوی زیاته کړه هیله ده چې اړوند چارواکي به په دې برخه کې کار پیل کړي څو په راتلونکي کال کې د دا ډول سیلابونو مخه ونیول شي او خلکو ته زیان ونه رسیږي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdccooqix2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته