کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالی په اړوندو سیمو کې د ۲ عددو ځانمرګو واسکټونو او مقناطیسی ماینونو کشفیدل!

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 16 دلو 1393 ساعت 14:12


د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالی په اړوندو سیمو کې د ۲ عددو ځانمرګو واسکټونو او مقناطیسی ماینونو کشفیدل!
د ملی امنیت لوی ریاست د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲ عدده ځانمرګي واسکټونه، ۴ کړۍ استقامتی ډوله ماینونه، ۴ عدده مقناطیسی ماینونه، ۴ عدده ریموت کنترول تختونه، ۵ عدده برقی کپسولونه، ۶ عدده ۹ ولټه بطری او یو اندازه چاودیدونکي وسایل چې د طالبانو ترهګری ډلي لخوا د لیلامي ګاټونو په منځ کې ځای پر ځای او غوښتل یې د یو عراده سراچه ډوله تکسی موټر په ذریعه د ځانمرګو او ورانکارو کړنو په موخه له لوګر ولایت څخه کابل ښار ته راولیږدوي، خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه له یو تن لیږدونکي یې په نوم د غلام صفا مشهور په (قندآغا) سره یو ځای د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالی له سقاوي دښتي څخه ونیول شول.
د یادو واسکټونو او ماینونو په کشفولو سره په کابل ښار کې د یو لړ ترهګریزو کړنو مخه ونیول شوه.


د مطلب کود: 106455

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106455/د-کابل-ولایت-چهار-آسیاب-ولسوالی-په-اړوندو-سیمو-کې-۲-عددو-ځانمرګو-واسکټونو-او-مقناطیسی-ماینونو-کشفیدل

آوا
  https://www.avapress.com