دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 106455
د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالی په اړوندو سیمو کې د ۲ عددو ځانمرګو واسکټونو او مقناطیسی ماینونو کشفیدل!
د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالی په اړوندو سیمو کې د ۲ عددو ځانمرګو واسکټونو او مقناطیسی ماینونو کشفیدل!
د ملی امنیت لوی ریاست د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲ عدده ځانمرګي واسکټونه، ۴ کړۍ استقامتی ډوله ماینونه، ۴ عدده مقناطیسی ماینونه، ۴ عدده ریموت کنترول تختونه، ۵ عدده برقی کپسولونه، ۶ عدده ۹ ولټه بطری او یو اندازه چاودیدونکي وسایل چې د طالبانو ترهګری ډلي لخوا د لیلامي ګاټونو په منځ کې ځای پر ځای او غوښتل یې د یو عراده سراچه ډوله تکسی موټر په ذریعه د ځانمرګو او ورانکارو کړنو په موخه له لوګر ولایت څخه کابل ښار ته راولیږدوي، خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه له یو تن لیږدونکي یې په نوم د غلام صفا مشهور په (قندآغا) سره یو ځای د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالی له سقاوي دښتي څخه ونیول شول.
د یادو واسکټونو او ماینونو په کشفولو سره په کابل ښار کې د یو لړ ترهګریزو کړنو مخه ونیول شوه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgn39qnak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته