دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 289318
په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره ۷۳ استوګنیز کورونه جوړ شو
د هرات ولایت چارواکي وايي، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۷۳ زلزله ځپلو کورنیو لپاره د یوې خیریه موسسې له خوا معیاري کورونه جوړ شوي او دغه کورونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د سیمه ییزو چارواکو په ګډون جوړ شوي وو، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي مرستیال مولوي حیات الله مهاجر وايي چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په «ګرمشک» کلي کې د زلزله ځپلو لپاره د اسلامي خیریه موسسې له خوا ۷۳ د استوګنې کورونه جوړ شوي دي. 

ده همداراز زیاته کړه: په زلزله ځپلو سیمو کې د کورونو د جوړولو کار روان دی او په زرګونو نور کورونه هم جوړیږي.

ښاغلي مهاجر همداراز زیاته کړه: د کورونو په بشپړیدو سره به په زلزله ځپلو سیمو کې د کلینکونو او ښوونځیو د جوړولو کار پیل شي.

په همدې حال کې د هېواد په لوېديځه حوزه کې د اسلامي خيريه موسسې مشر انجنير نورالدين حقيار وايي چې د دغه انستيتوت له خوا د زلزله ځپلو لپاره د ٧٥ نورو کورونو د جوړولو کار روان دى.

باید وویل شي، چې هرات ولایت په تېرو ۱۵ کلونو کې د نسبتاً سختې زلزلې شاهد و، چې له امله یې زرګونه کسان ټپیان او سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د زنده جان ولسوالۍ چې د دغې سختې زلزلې مرکز و، تر ټولو زيات زيانونه د سيمه ييزو، ملي او نړيوالو خيريه موسسو او خلکو په مرسته او د هغوى لپاره په بېلابېلو پړاوونو کې نوي سرپناه جوړه شوې ده.
https://avapress.com/vdcgqy9x7ak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته