افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه د ثور ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ګامبیا په پلازمېنه بنجول کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون وکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت پلاوی به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او استازو سره هم پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
دغه غونډه پرون په ګامبیا کې پیل شوه او ټاکل شوې نن هم دوام وکړي.