دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 289856
د سرپرست حکومت پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت پلاوي د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه د ثور ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ګامبیا په پلازمېنه بنجول کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون وکړ. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت پلاوی به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او استازو سره هم پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

دغه غونډه پرون په ګامبیا کې پیل شوه او ټاکل شوې نن هم دوام وکړي.
https://avapress.com/vdcdkn0x9yt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته