افغان غږ خبری آژانس: د داعش ترهګرې ډلې د خوراسان څانګې د یوې نوې مقالې په خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتي چې د فلسطین پر ځای د خوراسان ولایت چې د افغانستان جغرافیه پوشی جهاد وکړي.
دغې ترهګرې ډلې له خپلو پلویانو او ملاتړو غوښتي چې خوراسان ته د «هجرت او جګړې» لپاره ورشي.
دغه ترهګره ډله چې له صهیونیسټ رژیم سره نږدې ملګرتیا لري او حرکتونه یې تل د تل ابیب د ګټو لپاره شوي دي له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د فلسطین پر ځای د جهاد لپاره افغانستان ته راشي، ځکه داعش د فلسطیني مقاومت ډلې مرتد ګڼي او هغوی وژني.
د رسنیو د راپورونو له مخې، داعش خوراسان د افغانستان په هیڅ سیمه کې تسلط نه لري او د رویټرز په راپور کې دا هم راغلي چې د دې ترهګرې ډلې مرکز د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دی.
د اسلامي امارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» اعلان وکړ، چې داعش ترهګره ډله هغه پدیده نه ده، چې په افغانستان کې د ستونزو د رامنځ ته کولو توان ولري او په وروستیو کلونو کې د دولت له لوري ځپل شوې ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې څانګه د امریکايي او بریتانوي ځواکونو له خوا جوړه شوې ده.