افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د پشتکوه ولسوال مولوی عبدالناصر نورانی وایی چې د دې ولسوالۍ په «مولا آباد» کلی کې د یوې کورنۍ درې تنه د زهرو په خوړلو سره مسموم شوی دی.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يوه ماشومه هم وژل شوې او د يوې ښځې او يوې بلې نجلۍ روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
ښاغلي نوراني زیاته کړه، چې ښځه او نجلۍ د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او په اړه یې جدي څېړنې پیل شوې دي.