دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 289552
په بلخ ولایت کې څه باندې ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کلیو او ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او پاکولو د کمپاین په پیلولو سره په بلخ ولایت کې تر ۲۰۰ جریبه زیات کوکنار له منځه وړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د بلخ د ولایت مقام ویاند عطاء الله زید په دغه ولایت کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په اړه د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: هره ورځ په ټول هیواد کې د کوکنارو د اړولو کمپاین روان دی. د بلخ ولایت په کلیو او ولسوالیو کې او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې بهیر د دولتي چارواکو له خوا څارل کیږي.
 
هغه زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د کوکنارو اړولو د کمپاين له پيل څخه تر اوسه څه باندې دوه مياشتې تېرې شوې او په دې موده کې تر ٢٠٠ جريبه زياته ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 
د بلخ ولایت مقام ویاند له ۲۰۰ جریبه څخه د زیاتو کوکنارو د کرل شویو ځمکو د پاکولو د پروسې په اړه زیاته کړه: په ټول هېواد کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم د نشه يي توکو د له منځه وړلو او د کوکنارو له کښت سره مبارزه جدي ده. 
 
ده وويل: تر ​​څو چې په هېواد کې نشه يي توکي او د کوکنارو کښت له منځه نه وي تللى، له دې ناوړه پديدې سره به زموږ مبارزه په جديت او هوډ سره روانه وي.
 
په همدې حال کې دبلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق رشيد وويل چې دپوليسو له خوا دبلخ ولايت په ټولو ولسواليو او ليرې پرتو سيمو کې دکوکنارو دکښت دپاکولو او له منځه وړلو عمليات پيل شوي دي او دغه عمليات به دوام ولري .
 
هغه د بلخ ولايت له ټولو اوسېدونکو وغوښتل، چې د کوکنارو د کرلو مخه ونيسي او نور فصلونه وکري او يا دې بل کار غوره کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په امر د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاين له شاوخوا دوو کلونو راهيسې په ټول هېواد کې پلی شوی او د نړيوالو شمېرو له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد کچه هم کمه شوې ده.
https://avapress.com/vdcgny9xxak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته