دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 289526
اسلامي امارت د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې ته د نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې له امله مبارکي وویله
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د قرغزستان پر وړاندې د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې د بریا او نړیوال جام ته د لارموندنې مبارکي ورکړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ته د قرغزستان پر وړاندې د بریا او نړیوال جام ته د لار موندلو مبارکي ورکړې ده.

مجاهد په خپله اکس پاڼه کې لیکلي: د فوټسال ملي لوبډلې د سترې بریا او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د لار موندلو له امله خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

ده زياته کړه: د افغانستان د فوټسال ټيم د اسيا د ملتونو د جام په وروستۍ لوبه کې قرغزستان ته په ٥-٣ ماتې ورکړه او نړيوال جام ته يې لاره پيدا کړه.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې نن سهار په يوه په زړه پورې لوبه کې د قرغزستان د فوټسال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په اسيا کې د پنځم مقام په ګټلو سره د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړيوال جام ته لار پيدا کړه.
https://avapress.com/vdchiwni-23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته