د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې وویل، د ایران له لوري نجونو او هلکانو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د میلیونونو افغان کډوالو د منلو له امله قدرداني کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران د سفیر له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل.
د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې.
په دغه کتنه کې ښاغلي کرزي هم د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه هلکانو او نجونو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د میلیونونو افغان مهاجرینو د منلو په برخو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د همکاریو قدرداني وکړه.