دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 289577
له ایران څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تیرو دوو ورځو کې په ایران کې میشت ۳ زره او ۹۴۳ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې دغه شمیر کډوال د ثور په اتمه او نهمه نیټه هیواد ته د اسلام قلعه پولې له لاری داخل شوي دي. 
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه ځینې یې په خپله خوښه او نور یې په زور ایستل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کډوالو چارو وزارت له ایران څخه هېواد ته د زرګونو افغان کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ.
 
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه او جبري راستنېدلو لړۍ روانه ده.
https://avapress.com/vdcd5n0x5yt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته