دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 290168
د بدخشان ولایت په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو لړۍ بیا پیل شوه
د بدخشان ولايت په ارګو او درايم ولسواليو کې دک وکنارو د منځه وړلو عمليات د ملي اردو د ځواکونو له خوا د خلکو په همغږۍ او همکارۍ پيل شول.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مشر مولوی محبوب الله حمید د کوکنارو د اړولو د عملیاتو د پیل په اړه وویل: د ارګو او درایم ولسوالیو یو شمیر اوسېدونکو د کوکنارو د اړولو مخه ونیولې وه خو نن د امنيتي ځواکونو له خوا د کوکنارو د اړولو عمليات يو ځل بيا پيل شوي او په جدي توګه به ادامه ولري.

هغه زیاته کړه: "د بدخشان ولایت په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په موخه په عملیاتو کې د ګمارل شویو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۰۰۰ تنه دی او د عملیاتو په لومړۍ ورځ له سلو جریبه زیات کوکنار له منځه وړل شوي دي."

له بلې خوا د ارګو او درایم ولسوالیو یو شمېر دولتي مسوولین وايي: د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په عملیاتو کې خلک همکاري کوي او تر اوسه کوم مخالفت نه دی لیدل شوی او موږ هوډ لرو چې د کوکنارو کښت له منځه یوسو.
 
په ورته وخت کې د ارګو ولسوالۍ یو مخور آغا محمد کریمي زیاته کړه: خلک د حکومت پرېکړې ته درناوی لري او نه یوازې دا چې د کوکنار د زیارت د ورانولو په عملیاتو کې ستونزه نه لري، بلکې له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي. "

د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت په ارګو او درايم ولسواليو کې د کوکنارو د اړولو په عملياتو کې د ملي اردو د ځواکونو ننوتل د پوليسو او ځايي خلکو تر منځ له ناسم پوهاوي وروسته شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb0gb5wrhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته