دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 289555
په هرات کې د څه باندې ۱۶ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د درمل جوړولو شرکت پرانیستل شو
نن یکشنبه (ثور ۹مه) په هرات ولایت کې د درمل جوړولو فابریکه د ۱۶ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د وزارت د اقتصادي مرستیال، د هرات د والي او یو شمېر سوداګرو په حضور کې پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د دغې فابریکې مسوولین وایی چې دغه شرکت په افغانستان کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د درملو د تدارک او تولید په برخه کې کار کوی.
 
د دوی په خبره، د دې فابریکې په پرانیستلو سره ۳۵۰ ټنو ته په مستقیم او شاوخوا دوه زره ټنو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
 
په دې شرکت کې به هر ډول ټابلیټونه، شربت، پوډر او کپسول تولید شي.
 
ټاکل شوې ده هرات ته د دغه هېواد د اقتصاد د وزير له سفر سره سم په هرات کې د پاشدان بند د پرانېستلو او کار پيل هم وشي.
https://avapress.com/vdcjihe8iuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته