افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د اروپایی ټولنې د اسیا د اړیکو د څانګې له مشر پیټرز اوستوبز سره وکتل.
د اروپايي ټولنې د اسيايي څانګې مشرې په دې ناسته کې وويل، چې اروپايي ټولنه د بشري مرستو په برخه کې لېواله ده او افغان سوداګرو او مېرمنو سوداګرو ته د وړو پورونو د ورکولو لپاره ١١،٨ ميليونه يورو ځانګړې کوي.
هغه زياته کړه، دغه اتحاديه په پام کې لري چې په افغانستان کې د شاوخوا ٢٠ ميليونه يورو په ارزښت د چاپېريال ساتنې تر نامه لاندې يوه پروژه پلې کړي او ٣٠ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.
له بلې خوا قاري دين محمد حنيف په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پرمختيايي پروګرامونو هرکلى وکړ او ويې ويل چې د اروپايي ټولنې پراختيايي مرستې او د خصوصي سکټور ملاتړ د کورنيو د اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره ګټور تمامېداى شي.
د اقتصاد وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له پلاوي وغوښتل چې خپلې پروژې له اړوندو څانګو سره په همغږۍ د افغانستان له اقتصادي لومړیتوبونو سره سم تطبیق کړي.