کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 حوت 1393 ساعت 12:51


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې پروان،بغلان،تخار،کندز،بدخشان،سرپل،جوزجان،بلخ،ارزګان،غزنی، پکتیا،هرات،فراه او هلمندولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲۱ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان،بغلان،تخار،پکتیکا،هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 108325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108325/۲۵-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com